انصار: ( دغبرګولی۱۵مه)، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب د اندونیزیا د جوماتونو د شورا له مشر یوسف کلا سره په کتنه کښې وویل مونږ له اندونیزیا سره په مختلفو برخو کښې د اړیکو پراختیا ته لېواله یو.
د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت نن د غبرګولي ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې محمد یعقوب ویلي چې افغانستان او اندونیزیا ډېر مشترکات لري او موږ لېواله یو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړو. اسلامي هېوادونه.
د اندونیزیا پلاوي زیاته کړه: هغه څه چې له افغانستان څخه مو د امنیت او نورو مسایلو په اړه په رسنیو کې اورېدلي وو، تبلیغات وو، خو په اقتصادي برخه کې ډېر کار شوی، اندونیزیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31915
قرأ